د لبنان یو لیکوال، څېړونکی او د قرآنی علومو متخصص، توفیق حسن علویه، د ایران د وخت د ولسمشر، خادمالرضا (ع) خدای بخښلي آیت الله ابراهیم ریئسي دشهادت د لومړي تلین په مناسبت ایکنانیوز ته په یوه یادښت کې د دغه شهید د شخصیت د غوره ځانګړتیاوو په اړه لیکلي؛ د خدای تعالی ستاینه کوم او پر محمد مصطفی (ص) او د هغه پر پاکې کورنۍ (ع) درود وایم.
هغه ځانګړتیاوې چې د ځینو شخصیّتونو مشخصې دي، هغه دي چې وګړي په اخلاقي او انساني لوړو مراتبو کې ځای پر ځای کوي. له همدې امله، نړۍ د سترو او ممتازو شخصیتونو شاهده وه چې د دوي ځانګړتیاوې په سختو او بحراني شرایطو کې څرګندې شوې دي.
په هغو شخصیتونو کې یو هم شهید آیتالله سیدابراهیم رئیسي دی چې خدای تعالی دې ئې مقام په جنتالفردوس کې لوړ کړي. د آیتالله رئیسي شخصیت د ډېرو ځانګړتیاوو درلودونکی و، لکه حکمت، زړورتیا، ښه مدیریت، او د وخت، مکان، او د نړۍ د شرایطو په اړه بشپړه پوهاوی، په ځانګړې توګه د مقاومت دچورلیز او د شر د چورلیز (امریکا، اسرائیل او د دوی نورو لاسپوڅو) ترمینځ د شخړو د پیښو، پایلو او اغېزو په اړه پوهاوی .
په قرآنی چارو کې، شهید رئیسي لومړنی ولسمشر و چې د قرآن کریم د دفاع او د هغه د شأن د لوړولو لپاره ئې په نړیوالو غونډو کې دا آسماني کتاب د ملګرو ملتو په ستر هال کې پورته کړ. د آیتالله رئیسي انځور چې قرآن ئې پورته کړی دی، لا هم د نړیوالو په سترګو کې دی او د قرآن مجید د بهترین ملاتړي او مدافع په توګه به تل پاتې وي.
د فلسطین مسئله هم د شهید آیتالله رئیسي د جهادي ژوند یوه لویه برخه وه. مونږ له یوه ایراني ورځپاڼې سره د طوفانالاقصی عملیاتو او د صهیونیسټي جنایاتو په اړه د شهید رئیسي د مشهورې وینا په اړه مفصلې خبرې کړې، چې د ۲۰۲۳ کال د نومبر په ۱۱ د عربي او اسلامي هېوادونو د مشرانو په غونډې کې په ریاض کې وړاندې شوې وه.
https://iqna.ir/fa/news/4221561